IQNA

 د سیمه ایز جنګ هر ډول پایلې د امریکا  په غاړه دي

14:55 - February 08, 2026
د خبر لمبر: 3492420
ایکنا - د ایران د اسلامی جمهوریت د وسله والو ځواکونو لوي درستیز وویل: سیمه ایز جنګ به د سیمې پراختیا وځنډوي او پایلې ئې د امریکا په غاړه دي.

یکنانیوز د پارس ټوډې له قوله راپور راکړی، جنرال سید عبدالرحیم موسوي د پوځ د هوايي او دفاعي ځواک  له  قومندانانو او کارکوونکو سره په کتنې کښې چې د سلواغې د نولسمې یعنې  نن د هوائي ځواک د ورځې په مناسبت ترسره شوه، د شعبانیه جشنونو او د سباؤؤن  لسیزې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره وویل: د لوې خدای شکر کوم چې سږ کال د سلواغې د نولسمې په دستورو کښې د ټولو قواو دلوي قومندان په استازیتوب ګډون کوم.

هغه زیاته کړه: کومه لاره چې هوائي ځواک غوره کړې ده، سمه لاره ده. ان شاء الله چې د خدای تعالی په مرسته او د پوځ په ملاتړ سره به دې نوراني لارې ته په لاډیر قوت سره دوام ورکړو.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوي درستیز څرګنده کړه: د پوځ هوائي ځواکونو په اته کلنې مقدسې دفاع کښې ثابته کړې چې د امریکائي صلاحکارانو له شتون پرته په لاپیاوړې او لاخلّاقه توګه او په ځان باندې په لاډیر اعتماد او په پياوړې ارادې او ایمان سره، په هر دښمن باندې په هره سویه برلاسي کیدلی شو.

جنرال موسوي وویل: له مقدسې دفاع وروسته یو بل جنګ پیل شو، د بندیزونو جنګ، د محدودیتونو جنګ، د کمښتونو جنګ، خو ایرانۍ اراده ختمه نه شوه او پر ځان بسیاینه پیل شوه، ځايي پوهه رامینځته شوه او هوايي ځواکونه په پوه بنسټه ځواک بدل شول او ثابته یې کړه چې طاقت، په نورو پورې په پیئلتیا کښې نه دی بلکې په تجروبې، ایمان، هوډ، پوهې او د هغو ځوانانو په انقلابي روحیي کښې دی چې له اسلامي انقلاب او مقدسې دفاع وروسته په هغه ویاړمن بیعت کلک ولاړ دي.

د ایران د پوځ لوې درستیز وویل: په ۱۲ورځني تپلي جنګ کښې هم د شیطانانو له ائتلاف سره سره، د پوځ د هوايي ځواکونو دافع هوا وښودله چې هغه بیعت په خپل ځاې مضبوط پاتې دی او د ۱۳۵۷ کال د سلواغې د ۱۹ نیټې روحیه لاهم ژوندۍ ده او نښه یې، له دښمن سره د جنګیدو لپاره د تقاعد شویو ځواکونو په ټینګار سره راستنیدل وو.

  https://parstoday.ir/ps/news/iran-i170516

captcha